دافغانستان دسولې لوړې شورا په امریکا نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78223-دافغانستان_دسولې_لوړې_شورا_په_امریکا_نیوکه_وکړه
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دسولې دلوړې شورا مرستیال« دین محمد» له طالبانو ډلې سره د خبرو په هکله د امریکا په کړچار نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2018 01:29 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې د جنګ او د ناامنۍ د دوام غوښتونکي ده .
    امریکا په افغانستان کښې د جنګ او د ناامنۍ د دوام غوښتونکي ده .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دسولې دلوړې شورا مرستیال« دین محمد» له طالبانو ډلې سره د خبرو په هکله د امریکا په کړچار نیوکه وکړه .

هغه پرون وویل امریکا  د افغانستان د سولې لوړه شورا له طالبانو سره  د خبرواترو له جزیاتو نه خبروی او دغه شورا څنګ ته کړې شوی ده .

دین محمد زیاته کړه د افغانستان د سولې لوړه شورا له طالبانو سره دامریکا له خبرو اترو نه ده خبره کړې شوی .

له دې مخکې د امریکا رسنیو د اواشنګټن  لخوا له طالبانو سره دسولې له خبرو د کابل دحکومت په څنګ ته کولو د ولسمشر اشرف غنی د اندیښنې خبر ورکړی وو .

دافغانستان دسیاسی مسائیلو کارپیژاندی باوری دی امریکا په دغه هیواد کښې د جنګ او د ناامنۍ د دوام غوښتونکی ده چې له دې لارې په افغانستان کښې خپل پوځی شتون توجیه کاندی .