دافغانستان دسولې لوړې شورا په امریکا نیوکه وکړه
Nov 18, 2018 01:29 Asia/Kabul
-
امریکا په افغانستان کښې د جنګ او د ناامنۍ د دوام غوښتونکي ده .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دسولې دلوړې شورا مرستیال« دین محمد» له طالبانو ډلې سره د خبرو په هکله د امریکا په کړچار نیوکه وکړه .
هغه پرون وویل امریکا د افغانستان د سولې لوړه شورا له طالبانو سره د خبرواترو له جزیاتو نه خبروی او دغه شورا څنګ ته کړې شوی ده .
دین محمد زیاته کړه د افغانستان د سولې لوړه شورا له طالبانو سره دامریکا له خبرو اترو نه ده خبره کړې شوی .
له دې مخکې د امریکا رسنیو د اواشنګټن لخوا له طالبانو سره دسولې له خبرو د کابل دحکومت په څنګ ته کولو د ولسمشر اشرف غنی د اندیښنې خبر ورکړی وو .
دافغانستان دسیاسی مسائیلو کارپیژاندی باوری دی امریکا په دغه هیواد کښې د جنګ او د ناامنۍ د دوام غوښتونکی ده چې له دې لارې په افغانستان کښې خپل پوځی شتون توجیه کاندی .
ټیګونه