دافغانستان ګاونډیان دسولې لپاره ګامونه پورته کولای شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78226-دافغانستان_ګاونډیان_دسولې_لپاره_ګامونه_پورته_کولای_شی
دافغانستان د سیاسی چارو کارپیژاند وحید مژده زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې په هیواد کښې د امنیت او ثبات په ټینګولو او دسولې په تحقق کښې د سیمې او د ګاونډیو هیوادونو رول اهمیت لرونکی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2018 01:55 Asia/Kabul
  • امریکا له افغانستان څخه دعسکرو د ایستلو لپاره د مهال ویش د ټاکلو  په شمول د طالبانو هیڅ غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی .
    امریکا له افغانستان څخه دعسکرو د ایستلو لپاره د مهال ویش د ټاکلو په شمول د طالبانو هیڅ غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی .

دافغانستان د سیاسی چارو کارپیژاند وحید مژده زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې په هیواد کښې د امنیت او ثبات په ټینګولو او دسولې په تحقق کښې د سیمې او د ګاونډیو هیوادونو رول اهمیت لرونکی وباله .

هغه ټینګار وکړ امریکا دافغانستان مشکلات نشی حل کولای ځکه چې واشنګټن د خپلو ګټو په چوکاټ  کښې په افغانستان  کښې دجنګ د  دوام کوشش کوی .

د افغانستان کارپیژاند وحید مژده په دې خبرې سره چې په هیواد کښې د سولې ، د امنیت او د ثبات تحقق د ګاونډیو او دسیمې دهیوادونو له ګډون پرته امکان نلری وویل ګاونډی هیوادونه د خبرو له لارې د مشکلاتو او د اختلافاتو په حل کولو کښې د افغانستان له خلکو سره  ګټوره مرسته کولای شی .

هغه د قطر په دفتر کښې له طالبانو سره د افغانستان دسولې په چارو کښې دامریکا داستازی زلمی خلیل زاد وروستیو خبرو ته په اشارې سره وویل دواړه لوری تراوسه د باور د جوړولو مرحلې ته نه دی رسیدلی  ځکه چې امریکا له افغانستان څخه دعسکرو د ایستلو لپاره د مهال ویش د ټاکلو  په شمول د طالبانو هیڅ غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی .