اشرف غني د صلحې د مشورتي کمیټې د جوړولو موخې تشریح کړې
د افغانستان ولسمشر د صلحې د مشورتې کمیټې د جوړولو هدف د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدو اسانول وبلل.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ولسمشر د ویاندویانو د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي پرون په یو ټویټ کښې ولیکل: اشرف غني د افغانستان د صلحې د عالي شورا له غړو او د دغه هیواد د یوشمیر ګوندونو له مشرانو او سیاستوالانو سره په ملاقاتونو کښې هغوي ته د صلحې د مشورتي کمیټې د جوړولو اهداف بیان کړل.
خبر زیاتوي چې افغان ولسمشر په دغو لیدو کتو کښې ډاډ ورکړی چې د صلحې د مشورتي کمیټې جوړول به د افغانستان د صلحې د عالي شورا له کار سره ټکر ونه لري بلکې د جوړولو یوزانی موخه یې د صلحې د بین الافغاني خبروترو د پیلولو لپاره د حالاتو برابرول وي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي چې له طالب ډلې سره د خبرواترو لپاره د صلحې ملي مشورتي کمیټه د دغه هیواد د علماؤ له شورا، د بشري حقوقو له فعالانو، د پوهنتون له استاذانو او د سیاسي ګوندونو له استازو جوړه کړي.