افغان ولسمشر له طالبانو سره د خبرو لپاره ١١ کسیز پلاوى ټاکلى
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78365-افغان_ولسمشر_له_طالبانو_سره_د_خبرو_لپاره_١١_کسیز_پلاوى_ټاکلى
څو ورځې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغان حکومته غوښتی و، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره باصلاحیته پلاوى وټاکی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2018 01:54 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر له طالبانو سره د خبرو لپاره ١١ کسیز پلاوى ټاکلى

څو ورځې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغان حکومته غوښتی و، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره باصلاحیته پلاوى وټاکی.

زمونږخبریال دپژواک خبری سایټ له قوله  راپور راکړی ،ځینی باوری سرچینې وایی  دافغانستان  ولسمشر اشرف  غنی له طالبانو سره د مذکراتو د پرمخ بېولو لپاره د عبدالسلام رحیمی په مشرۍ ١١ کسیز پلاوى ټاکلى دى.

څو ورځې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغان حکومته غوښتی و، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره باصلاحیته پلاوى وټاکی.

په دغه راپور کې وئیل شوی ، په دغه  ټاکل شوی پلاوی کې درې میرمنې هم شاملې دی .

د  افغانستان د ولسمشر د دفتر  مشر عبدالسلام رحیمی، د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر میرویس بلخی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته میرمن حسینه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزى، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله میرمن ډاکټر  عالمه، د ملی امنیت مرستیال جنرال عبادا...عباد، د ولسی جرګې غړې شاه ګل رضایی، د عالمانو د  شورا غړى عطاءا.... لودین، د پکتیا والی شمیم کټوازى، د سترې محکمې غړى ډاکټر عبدا...عطایی او د بهرنیو چارو د کلتوری  اړیکو مشر توریالى غیاثی شامل دی.

د پکتیا والی شمیم کټوازی،  ویلی دی  چې په دې وروستیو درو میاشتو کې ئې  د سولې لپاره ډېر کار کړى، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ئې زمینه  برابره کړې وه او له امریکایانو یې غوښتی و چې دوى دې له طالبانو سره خپله مستقیمو مذاکراتو ته ورداخل شی، نو ولسمشر ښایی د ده د دغو هڅو له امله په دې نوملړ کې د ده نوم ور شامل کړى وی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه لوړپوړی چارواکی د نوم نه خپرولو په شرط پژواک  خبری سایټ    ویلی، "دغه لسټ نهائی شوی نه دی   او دا سمه ده چې رحیمی صاحب ئې مشر دى."

ده زیاته کړه: "موږ دا غوره ګڼو چې په دې اړه مطبوعاتی اعلامیه خپره نه شی او رسمی دریځ ښکاره نه شی، ترڅو پورې چې ولسمشر په دې اړه وینا او دا خبره  هم اعلان نه کړی، مونږ دا غوره بولو چې اوس څه ونه وایو."

البته ځینی سرچینې  بیا هم  د دغه پلاوی  د وړتیاؤ  او همت په باب سره  داختلافاتو خبره کوی  او ښائی زیات بریالی به نه وی باید ووئیل شی ،دغه   نوملړ په داسې حال کې خپرېږی چې تر دې مخکې افغاان  ولسمشر  په بېلابېلو ناستو کې له خلکو غوښتی وو چې د سولې د مذاکراتو لپاره د جوړېدونکی بورډ په اړه له هر ولایته درې درې تنه ور معرفی کړی.