له طالبانو سره دخبرو لپاره د حکومت پلاوی ټاکل شوی
-
د افغانستان طالبان د اشرف غني له حکومت سره دسولې هرډول خبرې اترې له هیواده د بهرنیو عسکرو له وتلو سره مشروطه بولي .
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې دخبرو د پیلولو لپاره د مرکچی ډلې غړی وټاکل .
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې نن په یوې(۱) خبر پاڼه کښې وویل له طالبانو ډلې سره دکابل دحکومت مرکچی پلاوی له یولسو(۱۱) کسانو جوړ دی چې یو(۱) تن یې د پارلمان استازی ، یو(۱) یې د علماو دشورا غړی او نهه(۹) نور یې حکومتی چارواکی دی .
د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی د دفتر مشر عبدالسلام رحیمی ، د ښوونې او د روزنې وزیر میروس بلخی ، د کلتور وزارت سرپرسته حسینه صافی ، د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی ، د کډوالو د چارو د وزارت مرستیال جنرال عبادالله عباد ، د ملی امنیت مرستیال شمیم خان کټوزی او د پکتیا والی له طالبانو سره د مرکچی ډلې د غړیو په توګه ټاکل شوی دی .
د افغانستان د سترې محکمې غړی عبدالله عطایی ، د خارجه وزارت د کلتوری اړیکو مشر توریالی غیاثی ، په ملی پارلمان کښې د غزنی دخلکو استازی شاګل رضایی او د علماو دشورا غړی عطا الله لودین هددغه پلاوی نور غړی دی .
د افغانستان طالبان د اشرف غنی له حکومت سره دسولې هرډول خبرې اترې له هیواده د بهرنیو عسکرو له وتلو سره مشروطه بولی .