د کابل ادارې دسولې په نوم دشورا دمشر ادعاوې حقیقت نلری
Nov 26, 2018 11:47 Asia/Kabul
-
د طالبانو هیڅ مشر د کابل د ادارې له کومې موسسې سره هیڅ تماس نه دی نیولی.
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د کابل ادارې د سولې په نامه دشورا مشر «کریم خلیلی »نن په یوې(۱) غونډې کښې ادعا وکړه چې ګنی د طالبانو مشرانو له دوې سره ویډیویی تماسونه نیولی یا یې ورته لیکونه استولی دی .
ذبیح الله مجاهد وویل مونږ دغه پروپاګنډا په کلکه ردوو او زیاته یې کړه دغه ادعاوې د عمومی ذهنونو دانحرافولو او د سولې شورا ته د روا والی د ورکولو په نیت شوی دی .
هغه وویل د طالبانو هیڅ مشر د کابل د ادارې له کومې موسسې سره هیڅ تماس نه دی نیولی او نه ورسره ویډیویې خبرې شوی او نه هم کوم لیک استول شوی دی .
ټیګونه