دافغانستان د حکومت د سولی وړاندیز غیر مشروط ده
زمونږ خبریال وایی افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی نن د جینوا په غونډې کښې وویل چې له طالبانو سره د سولې موافقې، د روغې جوړې پروسې، په ډموکراتیک سېسټم کې د هغوی د شاملولو او په ټولنه کې د هغوی د ادغام هڅو ته یې پنځه کاله وخت ټاکلی دی.
اشر ف غنی وویل:
"د افغانستان د ټولو وګړو مخصوصاً، د ښځو حقونه او د وګړو مسؤلیت د اساسی قانون په حساب خوندی دی، اساسی قانون منل شوی او د تعدیل وړاندیز باید د قانون د حکم له مخې وی، ملکی خدمات او دفاعی او امنیتی ځواکونه باید له قانون سره سم فعالیت ته دوام ورکړی، هېڅ ډله چې مسلح یا له بهرنیو ترورېستی شبکو، له بهرنیو مخربو سازمانونو یا داسې دولتی او غیر دولتی ادارو سره تړاو ولری چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې وی، په سیاسی پروسه کې د ګډون اجازه نه لری."
اشرف غنی وویل چې له ولس سره تر اتو میاشتو مذاکرو وروسته یې د سولې لپاره پلان جوړ کړی او درې اساسی اندېښنې خلکو ورسره شریکې کړې دی.
د هغه په وینا، لومړۍ اندېښنه د افغانستان د اساسی قانون مصؤنیت و، دوهمه له نړیوالې ټولنې سره د مشارکت ساتل او درېیمه اندېښنه دا وه چې د افغانستان حکومت باید د سولې د پروسې مشری وکړی او دا پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ پرمخ ولاړه شی.
غنی وویل، دې شرایطو ته په پام یې له طالبانو سره د مذاکرو دولس کسیزه ډله برابره کړې چې د هغه په وینا، د جمهوری ریاست د دفتر مشر عبدالسلام رحیمی یې مشری کوی.
په دې ډله کې د معارف وزیر محمد میرویس بلخی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره حسینه صاپۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بارکزی، د ملی امنیت د عمومی ریاست مرستیال جنرال عبدالله عباد، د ولسی جرګې غړی عطالله لودین او شاه ګل رضایی، د پکتیا والی شمیم خان کټوازی، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګی چارو رئیس توریالی غیاثی، د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب او د سترې محکمې غړی عبدالله عطایی شامل دی.
د سولې مشورتی بورډ چې ولسمشر غنی یې نن په جنیوا کې یادونه وکړه، نهه کمېټې لری چې دهغه په وینا، د افغانستان د ټولنې د هرې برخې استازیتوب کولای شی.
د جنیوا په غونډه کې د افغانستان د ملی یووالی حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سولې لپاره د حکومت د هڅو پر جزیاتو خبرې وکړې.
ښاغلی عبدالله وویل:
"له دې پرته چې د افغانستان د سولې خیال په حقیقت بدل شی، هېڅ بله چاره نشته."
هغه ټینګار وکړ چې د سولې مشری باید افغانان وکړی.
عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله زیاته کړه:
"سوله باید د افغانانو او د افغانانو په مشرۍ وی، باید ټول په کې شامل وی، باید د ټولو افغانانو د بشری حقونو درناوی وکړی، مخصوصاً د ښځو د حقونو، د اساسی قانون درناوی باید په کې وشی، د افغانستان د خلکو لاس ته راوړنې چې د زرګونه افغانانو د قربانۍ او د هغوی د نړیوالو شریکانو د ملاتړ نتیجه ده، باید په کې خوندی شی."
د ملی یووالی حکومت اجرائیه رئیس څرګنده کړه چې د جنیوا په نړیواله غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو د افغانستان حکومت ته وړاندیز کړی چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې منځګړیتوب وکړی او ولسمشر اشرف غنی یې هرکلی کړی دی.
خو هغه د کوم ځانګړی هېواد نوم وانه خیست.
د جنیوا په نړیواله غونډه کې د روسیې او جرمنی په ګډون، د نړۍ د ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو شمېر نړیوالو سازمانونو استازی حضور لری.
دا غونډه د افغانستان د حکومت او ملګروملتونو په مشرۍ جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې فدریکا موګرینی له افغانستانه د خپل سیاسی ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.
موګرینی وویل، اروپایی اتحادیه کولای شی چې د سولې په پروسه کې د ښځو، اقلیتونو، سیاسی اومذهبی ډلو د استازو د ګډون لپاره ښه زمینه برابره کړی، له هغو کسانو سره چې له جګړې لاس اخلی او د هغوی له کورنیو سره عادی ژوند پېلوی، په بیا مېشتېدو کې مرسته وکړی.
دې لوړ رتبه ډیپلوماتې د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې د سولې په ټینګښټ کې د اروپایی ټولنې رول ته اشاره وکړه او ویې وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې د موافقې د ضمانت کوونکو په توګه کولای شی چې د سولې له بقا سره مرسته وکړی.