په افغانستان کې دامریکائی عسکرو پرکړنو سختې نیوکې (بشپړریډیوئي تحلیل)
په افغانستان کې د امریکائی پوځیانو پر کړچار نیوکې ، د هغو بهرنیو ځواکونو په ویجاړونکی شتون په د غه هیواد کې دخپګان دعمومی بهیر په چوکاټ کې د ی ، چې نه یوازې دامنیت له تامینیدا سره کومه مرسته نه کوی ،بلکې په افغانستان :ې د بې ثباتۍ او ویرې او وحشت دزیاتیدا لامل هم شوی دی .
دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا دمشر دوهم مرستیال په دغه هیواد کې د امریکائی عسکرو پر کړچار سختې نیوکې کړی او دا ئې د دامریکائی عسکرو له اختیاراتو ورآخوا اقدامات بللی دی .
محمد محقق په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دناټو او امریکائی ځواک پوځیان په افغانستان کې له ترهه ګرو اووسلوالو کسانو سره د جنګ د دوام لپاره هیڅ انګیزه نه لری او دم ګړۍ ئې په دغه هیواد کې جنګ پریښودلی دی .
د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائی شورا د مشر دوهم مرستیال زیاته کړې ، امریکائی پوځیان له افغانستانه هیڅ پیژندګلوی نه لری او یوازې له دغه هیواده د وتلو په فکر کې دی .
محمدمحقق په افغانستان کې د طالبانو ډلې د وګړو د نفوذ دپراختیا په باب په خبرداری سره وئیلی دی،ددغې ډلې غړی په ماډرن وسلو سنبال شوی دی،چې دغه تجهیزات او وسایل د افغانستان له پوځ سره هم نشته .
په افغانستان کې د امریکائی پوځیانو پر کړچار نیوکې ، د هغو بهرنیو ځواکونو په ویجاړونکی شتون په د غه هیواد کې دخپګان دعمومی بهیر په چوکاټ کې د ی ، چې نه یوازې دامنیت له تامینیدا سره کومه مرسته نه کوی ،بلکې په افغانستان :ې د بې ثباتۍ او ویرې او وحشت دزیاتیدا لامل هم شوی دی .
په عین حال کې دافغانستان دمحمد محقق له څرګندونو سره په یووخت ، دافغانستان دمشرانو جرګې په څرګندې غونډې کې د دغه هیواد دفاع وزیر طارق شاه بهرامی هم وئیلی دی ، د افغانستان دحکومت او ولس په ضد امنیتی ګواښونه په زیاتیدا دی .
د افغانستان د مسئولانو او خلکو له نظره ، له ۲۰۰۱کال راهسې تر دې دمه دبهرنیو عسکرو له شتون سره سره د دغه هیواد امنیتی حالات هماغه راز په خرابیدو دی او په افغانستان کې د ناکراریو اوبې ثباتیو زیاتیدا له افراط پالو او ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره د خپلې ادعا په تحقق کې دامریکا او ناټو دناکامۍ ښودنه کوی .
دامریکا یو لوړپوړی خبریال او شناندی فرید زکریا هم وائی ، په افغانستان کې د امریکا پوځی سیاست ماته خوړلې ده او ددې وضعیّت دلیدو لپاره هم په افغانستان کې د دغه هیواد دکړچارد دوام دبدلیدا کومې ورښانه نښې نښانې هم نشته چې هڅه کوی ، ځان له دغه ګرداوه وژغوری .
د امنیت د تامینیدا لپاره د ولسی غورځنګ په چوکاټ کې د خلکو دګډون په باب دافغانستان په ځینو سیمو کې نوی اوبریالۍ تجروبه ، لامل شوې ،څو په افغانستان کې د امریکائی اوناټوځ،اک دناکارندوالی موضوع لازیاته رابرسیره شی او حتی په دغه هیواد کې دغه تفکر پیاوړی شی ، چې امنیت باید په داخلی توانمنیو باندې د تکیې په اساس او له نورو او پرَدیو لوبغاړو سره له اړوندوالی پرته تامین شی .
البته باید پام ولرل شی ، چې په افغانستان کې دامریکائی اوناټواک شتون پر دې سربیره چې په دغه هیواد کې ئې په امنیت جوړونکی بهیرکومې اغیزې نه دی شیندلی ، بلکې دافغانستان د بیلابیلو سیموکې د بهرنیو عسکرو دشپې مهال دحملو دوام او په بمبارویو کې دهغوی دخپل سرو اقداماتو دوام ، د عامو خلکو د مرګ ژوبلو دزیاتیدا لامل شوی ، چې دغې موضوع ، دامریکا په ضد دنفرت پراختیا نوره هم زیاته کړې ده .
په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو دشپې مهال عملیات چې په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو د وګړو دموندلو په ادعا سره ترسره کیږی ، له هرڅه زیات ئې ، د عامو افغانانو ژوند له خطرې سره مخامخ کړی دی ا و په همدې دلیل دافغانستان د ولسی او مشرانو جرګو استازو دامریکا او ناټو د پوځیانو دشپې مهال عملیاتو په درولو کې د کابل حکومت په انفعالی دریځ سختې نیوکې کړی دی .
په افغانستان کې ددغو اندیښمنونکو شرائطو په اساس ده چې له دغه هیواده دبهرنیو عسکرو دبشپړ وتلو موضوع ، په یوې ملی غوښتنې بدله شوې ده،ځکه امریکا اوناټو، پخپله په افغانستان کې د ناکراریو د علتونو یوه برخه دی ، چې له دغه هیواده دهغوی په وتلو سره به دافغانستان د ناکراریو یو عامل کم شی .