افغان میرمنې دې دسولې په بهیرکې خپل رول ولوبوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78681-افغان_میرمنې_دې_دسولې_په_بهیرکې_خپل_رول_ولوبوی
دافغانستان په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی زیاته کړې،میرمنې باید ددغه هیواد دسولې له بهیر سره د مرستو او په دغه بهیر کې دفعال شتون لپاره تیارې شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 05, 2018 09:14 Asia/Kabul
  •   افغان میرمنې دې دسولې په بهیرکې خپل رول ولوبوی

دافغانستان په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی زیاته کړې،میرمنې باید ددغه هیواد دسولې له بهیر سره د مرستو او په دغه بهیر کې دفعال شتون لپاره تیارې شی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړی،د افغانستان په چاروکې دملګروملتو استازی تادامیچی یاماموتو پرون  مازدیګر  په کابل کې  په یوه سیمنار کې  وئیلی دی ،  له دې حقیقت سره سره چې  افغان میرمنې و  دافغان سړیو په شان    په دغه هیواد کې له جنګ اوخطرو سره مخامخ دی ،  دافغانستان  دسولې په بهیر کې د  میرمنو ګډون ضروری دی .

    دافغانستان په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی همدازا زیاته کړې،  میرمنې باید  د دغه هیواد  دسولې  له بهیر سره  د مرستو او   په دغه بهیر کې  دفعال شتون  لپاره   تیارې شی .

 دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم  په همداوروستیو کې  د  سویس  دجینوا په نړیوال کنفرانس کې  وئیلی،دافغانستان حکومت  د داسې سولې  دموافقې په لټون کې دی ، چې  په اساس ئې طالبان  د ټولنې یوه برخه شی . البته  طالبانو ډلې  داشرف غنی دغه وړاندیز  رد کړی دی .