دکابل حکومت له طالبانو ډلې سره خبرواترو ته تیار دی
احسان طاهری وئیلی ، دافغانستان مخکینی حکومت له طالبانو ډلې سره دخبرواترو لپاره وارمخکې شرطونه کیښودلی وو ،چې په دې دلیل خبرې اترې پیل نه شوې .
ایرنا خبری آ ژانس راپورو رکړی ، دافغانستان د سولې دعالی شورا ویندوی سید احسان طاهری دروسیې له سپوټنیک خبری آژآنس سره په خبرو کې وئیلی دی ، دافغانستان حکومت د اساسی قانون داحتمالی اصلاحاتو لپاره له طالبانو ډلې سره دخبرواترو دپیلولو لپاره له کوم شرط پرته تیار دی .
هغه زیاته کړې و دغه شورا دکابل حکومت سره دخبرواترو پر میز د طالبانو ډلې دشتون دآسانتیاؤ دبرابرولو او د دغې ډلې د وړاندیزې پیکیج او دهرې هغې موضوع لپاره چې دافغانستان د راتلونکی لپاره مهمه اوګټه وره وی ، تیاره ده .
احسان طاهری وئیلی ، دافغانستان مخکینی حکومت له طالبانو ډلې سره دخبرواترو لپاره وارمخکې شرطونه کیښودلی وو ،چې په دې دلیل خبرې اترې پیل نه شوې .
په عین حال کې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی په همداوروستیو کې دسویس په جینوا کې په نړیوالې غونډې کې هم وئیلی دی ، دکابل حکومت د داسې سولې دموافقې په لټه کې دی ، چې په اساس ئې طالبان دټولنې یوه برخه شی . . خو طالبانو ډلې داشرف غنی وړاندیز یو ځل بیا رد کړی دی .