ایران او روسیه دې په افغانستان کې دسولې له ټینګیداسره مرسته وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78701-ایران_او_روسیه_دې_په_افغانستان_کې_دسولې_له_ټینګیداسره_مرسته_وکړی
داپه داسې حال کې دی چې د ناټو غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو په پرونۍ غونډې کې یو ځل بیا په افغانستان کې د دغې موسسې دپوځیانو دشتون پر دوام ټینګار شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 06, 2018 06:39 Asia/Kabul
  •  ایران او روسیه دې په افغانستان کې دسولې له ټینګیداسره مرسته وکړی

داپه داسې حال کې دی چې د ناټو غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو په پرونۍ غونډې کې یو ځل بیا په افغانستان کې د دغې موسسې دپوځیانو دشتون پر دوام ټینګار شوی دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ د ناټو موسسې  عمومی منشی ینس سټولتنرګ   په بروکسل کې  د دغې موسسې د خارجه وزیرانو   دغونډې ترڅنګ  په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ،  ناټو   دایران او روسیې پشمول د سیمې له هیوادونو هم غواړی ،  چې  دافغانستان  دسولې  په ټینګیدا کې دې رول ولوبوی .

 سټولتنبرګ  د طالبانو ډلې  د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې  هم ټینګار کړی ،  دغه ډله باید  دافغانستان  له حکومت سره  دسولې دخبرواترو میزته کینی . 

داپه د اسې حال کې دی ، چې  په همداوروستیو کې دافغانستان  طالبانو ډلې یو ځل بیا  په  اعلامیې خپرولو سره وئیلی دی ،د خبرواترو ترڅنګ  دغه ډله  وسلوالې مبارزې ته دوام ورکوی او  دامریکا اوناټوځواک   هم له افغانستانه  وتلو پرته بله چاره نه لری . د ناټوعمومی منشی په همداوروستیوکې وئیلی دی ،  دلویدیځی هیوادونو لپاره  د بهرنیو عسکرو  د  ویستلو  لګښت  په افغانستان کې  د دغو ځواکونو  ددیره کیدا له دوامه  لازیات  دی .

 داپه داسې حال کې دی چې  د ناټو غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو  په پرونۍ غونډې کې یو ځل بیا  په افغانستان کې د دغې موسسې  دپوځیانو  دشتون پر دوام ټینګار شوی دی .