امریکا دافغانستان په جنګ کې بندون ته رسیدلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78703-امریکا_دافغانستان_په_جنګ_کې_بندون_ته_رسیدلې_ده
له دې مخکې هم د امریکا دپوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفرډ هم منلې چې طالبان په افغانستان کې د جنګ بایلونکی نه دی او د دغه جنګ دختمولو لپاره پوځی حل لاره له ماتې سره مخامخیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2018 03:19 Asia/Kabul
  • امریکا دافغانستان په جنګ کې بندون ته رسیدلې ده

له دې مخکې هم د امریکا دپوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفرډ هم منلې چې طالبان په افغانستان کې د جنګ بایلونکی نه دی او د دغه جنګ دختمولو لپاره پوځی حل لاره له ماتې سره مخامخیږی .

ایرنا خبری آ ژانس راپورورکړی   دمینځنی ختیځ  په چارو کې دامریکائی پوځ قوماندان  جنرال کنټ مکنزی  په یولړ څرګندونو کې منلې ده  چې   په افغانستان کې په جنګ کې  بندون ته رسیدلی دی او  دعامو خلکو   دمرګ ژوبلو زیاتیدا دزغملو وړ نه ده .

   له دې مخکې هم  د امریکا دپوځ لوی درستیز  جنرال جوزف  ډنفرډ هم منلې  چې  طالبان  په افغانستان کې د  جنګ بایلونکی نه دی  او   د دغه جنګ دختمولو لپاره  پوځی حل لاره   له ماتې سره مخامخیږی . 

  دافغانستان   دپارلیمان  استازو ، حکومتی چارواکو، سیاسی او مذهبی شخصیتونو  او همداراز کارپیژاندو  په کرتو  ټینګار کړی ،  امریکا  په دغه هیواد  کې د جنګ دختمولو او دامنیت دټینګولو لپاره   بې وسه  ده او باید له  افغانستانه  خپل عسکر وباسی . 

 ډیری  شنادی او کارپوهان په دې اند دی چې  دافغانستان د ناکراریو او بدبختیو زیاته عاملان همدغه  بهرنی عسکر دی او  په د غه هیواد کې د دوی  دشتون راهسې   نه یوازې ترهه ګری او  دنشه ایزو توکو کر او تولید ختم شوی نه دی ،بلکې  وار د واره زیات شوی هم دی .