دافغانستان له انتخاباتو وړاندې له طالبانو سره سوله کیږی
-
ټاکل شوي ده چې د افغانستان دولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي میلادي کال د اپریل په شلمه(۲۰) نیټه وشي .
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان دسولې دلوړې شورا د دارالانشا نوی مشر «عمر داودزی» د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له طالبانو سره د سولې دټینګیدا داحتمال خبر ورکړ .
هغه وویل دافغانستان د سولې په بهیر کښې نوی حالت رامینځته شوی دی او ممکنه ده چې دکابل حکومت د ولسمشرۍ له انتخاباتو وړاندې د جنګ د ختمیدا او د سولې د ټینګیدا په زمینه کښې له طالبانو سره موافقې ته ورسیږی .
دافغانستان د سولې دلوړې شورا د دارالانشا نوی مشر عمر داود زی زیاته کړه خلک په هیواد کښې د ثبات او د امنیت د تامینیدا غوښتونکی دی ځکه چې دجنګ له دوامه ستړی شوی دی .
دافغانستان طالبانو د خپلو بندیانو خوشی کول ، د امریکا او د ملګروملتونو دامنیت شورا له تور فهرسته د طالبانو دمشرانو د نومونو لیرې کول ، دبهرنیو عسکرو وتل د اشرف غنی له حکومت سره د سولې د خبرو اترو لپاره ترټولو مهم شرطونه اعلان کړی دی .
ټاکل شوی ده چې د افغانستان دولسمشرۍ انتخابات د راتلونکی میلادی کال د اپریل په شلمه(۲۰) نیټه وشی .