دکابل حکومت له خوا له طالبانوسره دسولې دځانګړی شورایابورډجوړیدا (بشپړریډیوئی شننه)
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی په داسې حال کې دخپل حکومت د پړاؤ پای ته په رسیدو دی،چې ددغه هیواد دسولې او امنیتی چارو په برخو کې ئې تر دې دمه هیڅ بریا نه ده درلودلې.له دې امله له طالبانو ډلې سره دخبرواترو بهیر ته ځانګړی پام کوی او په لټه کې دی دخپلو سوله غواړو هلو ځلو دبریالیتوب لپاره له درستو داخلی او بهرنیو آوزارونو اوفرصتونو استفاده وکړی .
دافغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرواترو د تعقیبونې لپاره یوه ځانګړی شورا یا بوډ جوړ کړی دی .
د افغانستان دملی امنیت دشورا داعلان په اساس،دغه ځانګړی بورډ له طالبانو سره له مرکچی ټیم او دمشورتی له عالی ټیمه جوړ شوی او موخه ئې ، دافغانستان له شخصیتونو،جهادی، سیاسی ،ټولنیزو مشرانو او دټولنې دبیلابیلو پرګنو له سپین روبو سره دمشورې اوبحث له لارې د تل پاتې سولې او امنیت دتامینولو لپاره دملی تفاهم جوړیدا ده . له طالبانو سره دمرکچی ټیم مشری هم،دافغانستان د ولسمشر ددفتر له مشر سره د ه او په مشورتی عالی ټیم یا بورډکې ددغه هیواد په ولسمشر،دملی وحدت حکومت داجرائی شورا د مشر،دمشرانو اوولسی جرګې د مشرانو،د لوړې محکمې دمشر ، د اسلامی وحدت او دجمعیّت اسلامی ګوندونو دمشرانو پشمول د دغه هیواد سیاسی شخصیتونه شامل دی . چې د سولې پر بهیر او ددې بهیر دپرمختګ لپاره دلازمو مشورو پر وړاندې کولو دڅارنې مسئولیّت لری . په افغانستان کې ځینی سیاسی ټولنې د دغه هیواد د سولې دبهیر دتعقیبونې لپاره د ځانګړی شورا یا بورډ جوړیدا دافغانستان د سولې د عالی شورا له مسئولیّت سره په تقابل کې یوه چاره ګڼی او پر دې اند دی،چې د دغو دواړو شوراګانوپه یووخت فعالیت،چې مشترک مسئولیّت تعقیبوی،دافغانستان د سولې دخبرواترو دبهیر په ځنډیدا او یوه دفاعی عامل په توګه عمل کولی شی .
په عین حال کې ځینی سیاسی ټولنې د دغه هیواد دسولې د ځانګړی بورډ دجوړیدا لپاره د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی فیصله ، دافغانستان په چارو کې دمریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له وروستیو هلوځلو سره په ارتباط کې ګڼی ، چې د دغه هیواد دسولې په چارو کې ئې هم لاسوهنه کړې او هڅه کوی دعمل نوښت پخپل لاس کې واخلی . داسې ښکاری ، دافغانستان ولسمشر د سولې دځانګړی بورډ یا شورا په جوړولو سره هڅه کوی ، دخپل دفتر دمشر له لارې په مستقیم ډول له طالبانو سره د افغانستان دسولې بهیر پرمخ بوځی او هماغه شان ، احتمالا به له امریکا سره هم په دې اړه غږمله وی . دغه احتمال چې دافغانستان ولسمشر دې نتیجې ته رسیدلی وی ، چې د ولسمشرۍ د دفتر دمشر له لارې به ، له طالبانو سره دسولې دخبرواترو په نیغه په نیغه هدایتولو سره زرترزره موخې ته ورسیږی ، شونی ښکاری .
ځکه اشرف غنی په هره بڼه هڅه کوی څو دولسمشرۍ دانتخاباتو له ترسره کیدا مخکې دافغانستان د سولې بهیر یوې نتیجې ته ورسوی څو په انتخاباتو کې په ډکو لاسونو سره ګډون وکړی . په همدې دلیل ئې دهغې شورا ترڅنګ چې په مستقیم دول له طالبانو سره خبرې کوی ، مشورتی شورا یا بورډ جوړ کړی، څو له طالبانو سره دتعامل او خبرواترو په باب خپلو فیصلو ته ملی رنګ وکړی .
د افغانستان په چارو کې تکړه شناندی او کارپوه سید وحید ظهوری حسینی وائی، دافغانستان دبیلابیلو قومونو ترمینځ اتحاد او پیوستون او ددښمنانو په وړاندې چورلټ اقدام په دغه هیواد کې د سولې او امنیت دټینګیدا لپاره یوه خورا غوره لاره ده . په افغانستان کې دملی مصحلت موضوع په دغه هیواد کې د وروستیو حکومتونو له هماغه جوړیدو راهسې ، تل پاتې سولې ته درسیدو لپاره مطرح ده .
په هر حال دافغانستان ولسمشر اشرف غنی په داسې حال کې دخپل حکومت د پړاؤ پای ته په رسیدو دی ، چې د دغه هیواد دسولې او امنیتی چارو په برخو کې ئې تر دې دمه هیڅ بریا نه ده درلودلې . له دې امله له طالبانو ډلې سره دخبرواترو بهیر ته ځانګړی پام کوی او په لټه کې دی دخپلو سوله غواړو هلو ځلو دبریالیتوب لپاره له درستو داخلی او بهرنیو آوزارونو اوفرصتونو استفاده وکړی ..
په عین حال کې ، له افغانستانه دبهرنیو عسکرو د وتلو پشمول د طالبانو دځّینو شرطونو په باب فیصله کول د اشرف غنی له توانه بهر دی او دا دافغانستان د سولې او روغې جوړې دلارې په سر هماغه راز یو مهم خنډ کیدلی شی .