د افغانستان د شمال او شمال ختيځ د نوي ځواک په تشکيل د اشرف غني تاکيد
(last modified Wed, 26 Dec 2018 08:35:58 GMT )
Dec 26, 2018 13:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان  د شمال او شمال ختيځ د نوي ځواک په تشکيل د اشرف غني تاکيد

د افغانستان ولسمشر له ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد په شمال او شمال ختيځ کښې د نوي ځواک د تشکيلولو خبر ورکړ.

د افغانستان د شفقنا خبري اژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني پرون د کابل په ارګ ماڼۍ کښې د ازبک او ترکمن قومونو د مشرانو په کتنه کښې وويل، د هېواد په شمال او شمال ختيځ کښې د غوره امنيت د ټينګښت لپاره پکار دي يو نوے ځواک تشکيل شي.

افغان ولسمشر زياته کړ، د هېواد د شمال او شمال ختيځ د ولايت د امنيت ټينګښت د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو د نوي مديريت له کاري ترجيحاتو څخه دے.

هغه همدارنګ د دفاع او کورنيو چارو په وزارتونو کښې د وروستيو انتصابونو په اړه د نيوکو په ځواب کښې وويل، د کابل حکومت د صلحې د برقرارۍ په لړ کښې کوشش کوي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشران امرا... صالح او اسدا... خالد چې د پاکستان مخالف کسان دي په دې وروستيو کښې د اشرف غني لخوا د کورنيو چارو او دفاع د وزيرانو په توګه د دغه هېواد پارلېمان ته د اعتماد د رائې ترلاسه کولو لپاره معرفي شول.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار  او د پاکستان د اطلاع رسونې وزير فواد حسين چوهدري په دغو انتصابونو نيوکه وکړه.

 

 

ټیګونه