ایران د افغانستان امنیت او پرمختګ خپل امنیت او پرمختګ ګڼي
(ایران د افغانستان امنیت او پرمختګ خپل امنیت او پرمختګ ګڼي)، دا خبره د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سیکتر علي شمخاني پرون په کابل کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ملاقات کښې وکړه.
شمخاني همداشان له ګاونډي هیوادونو سره د هراړخیزو اړیکو پياوړتیا او پراختیا د تهران ثابت او نه بدلیدونکي اصول وبلل.
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکتر کابل ته په خپل سفر کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره پر کتنې سربیره، د ملي وحدت حکومت له اجرايي مشر عبدا... عبدا...، د دغه هیواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي امنیت له سلاکار حمد ا... محب سره هم ملاقاتونه وکړل. په دغو لیدنو کتنو کښې د خبرواترو اصلي چورلیز په افغانستان کښې د دغه هیواد د حکومت لخوا د ثبات او امنیت ټینګښت و.
حقیقت دا دی چې امریکا هیڅکله د افغانستان د خلکو خیرخواه نه ده پاتې شوې او په دغه هیواد کښې د امریکا پوځي شتون د ناامنۍ او بې ثباتۍ له زیاتیدو پرته هیڅ نتیجه نه ده لرلې. له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د امریکې دوه ډوله کړچار په سیمه کښې د دغه هیواد شتون د سیمې د ناامنۍ او بې ثباتۍ په یو اصلي لامل بدل کړی دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي څه موده مخکښې په یوه وینا کښې ، په ځان د سیمې د ولسونو اخته ساتل او په سیمه کښې د امریکې د پوځي شتون د توجیه لپاره د زمینې جوړول د امریکې دوه اصلي پلانونه او اهداف وبلل. دوي څرګنده کړه: امریکا غواړي چې دا سیمې د خوشالۍ مخ ونه ویني او د سیمې ولسونه او حکومتونه په ځان اخته وي څو د استکبار له خبیث عامل یعنې صهیونیزم سره د مقابلې په فکر کښې نه شي. په همدې وجه د امریکې د ملاتړ وړ ترهګرو لپاره په شیعه او سني کښې هیڅ فرق نشته او د شیعه او سني په شمول ټول ملکي وګړي په نښه کوي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني پرون د خبریالانو په ټول کښې په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د رامینځته کیدو د طریقې په لړ کښې په دغه هیواد کښې د ناامنۍ د وجوهاتو او جرړو په هکله یو مهم ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل: لکه څنګه چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او همداشان د دغه هیواد پخوانیو مشرانو ویلي چې د داعش په شمول ترهګرې ډلې امریکې جوړې کړې دي.
امریکې په دوه ډوله اقداماتو سره ناامني پراخه کړه او نن سبا د سیمې ټول هیوادونه په دې ناامنۍ کښې ګیر شوي دي. دا وجه ده چې د افغانستان امنیت د هغه پایلو ته په پام سره د ایران او د سیمې د هیوادونو لپاره یوه مهمه مسئله ده.
د ایران اسلامي جمهوریت لکه څنګه چې د عمل په میدان کښې ثابته کړې ده، د ترهګرۍ خلاف دی او د سوریې او عراق په شمول سیمه کښې هم خپل رول د سیمې د ګټو په لړ کښې لوبوي. شک نشته چې په افغانستان کښې ثبات او امنیت د ایران لپاره تل مهم پاتې شوی دی. همدې چارې د اشرارو، د نشه ایزو توکو د قاچاقچیانو او ترهګرو ډلو له تحرکاتو سره د مقابلې لپاره په ګډو پولو کښې د امنیت په بشپړ ټینګښت کښې د ایران او افغانستان د دوامدارو هلوځلو ضرورت دوه چنده کړی دی.
په دې حساس پړاؤ کښې باید د ګواښونو د تنبولو لپاره ټولې وړتیاوې وکارول شي. لکه څنګه چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سیکتر د افغانستان له ولسمشر سره په کتنه کښې څرګنده کړه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، په کورنیو او سیمه ایزو وړتیاؤ باندې په ملا تړلو سره د دغه هیواد د دفاعي او پوځي توانمنیو د پیاوړتیا لپاره یو زرین فرصت دی.
د افغانستان د ولسمشر اشرف غني څرګندونې هم په دې لړ کښې د پام وړ دي او د دې ګډې موخې له پوره کیدو سره مرسته کولی شي. اشرف غني له ترهګرۍ، پلان شویو جرمونو او د نشه ایزو موادو له قاچاق سره د مقابلې په لړ کښې د تحرک د زیاتولو لپاره د افغانستان او ایران د اطلاعاتي او امنیتي ارګانونو ترمینځ د ګډو او فعالو لاروچارو د رامینځته کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*