په هلمند کښې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79327-په_هلمند_کښې_وسله_والو_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتي_ده
د کندهارولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې ځانګړي ځواکونو قطعې په هلمند ولايت کښې عمليات ترسره کړي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 30, 2018 17:29 Asia/Kabul
  • په هلمند کښې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د کندهارولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې ځانګړي ځواکونو قطعې په هلمند ولايت کښې عمليات ترسره کړي دي.

دغه عمليات تېره شپه د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ اړوند د ميرمندو په کلي کې د افغان ځواکونو لخوا ترسره سوي چي په پايله کي يې ۳ وسلوال وژل سوي او ۷ ژوندي نیول سوي دي، همدارنګه په دغه عملياتو کي د وسلوالو ۱۰ اطاقونه او ۳ د ماين جوړولو مرکزونه د افغان ځواکونو لخوا ويجاړ شوي او له منځه تللي دي. په دغه عملياتو کي افغان ځواکونو ۵ موټران، ۱۳ موټرسېکلان، ۳ دانې چارچ ډبي، ۳۶ فشار پليتونه، ۴ عدده توپونه، ۱ راکټ، ۷ دانې د راکټ مرمۍ، ۱ دانه د سکيل شريد بکسه، ۴ دانې سکنران، ۷ دانې د سکنرانو انتنان، ۳ عدده ګرنيټان، ۶۲۵ دانې د ماين پټاخۍ او ۳ پارسله باروت د وسلوالو څخه نيولي او له منځه يې وړي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي