له افغان ولسمشر سره د امريکې د فوځ د لوے درستيز کتنه
افغان ولسمشر او د امريکې د فوځ لوے درستيز په خپلو کښې سره کتنه او د افغانستان د حالاتو او په دغه هېواد کښې د افغانانو په مشرۍ د صلحې د چلند په اړه خبرې اترې وکړې.
محمد اشرف غني په کابل کښې د امريکې د فوځ د نوي درستيز جنرل مارک مائلي په کتنه کښې وويل، افغان حکومت د اصلاحاتو د اجراء لپاره يو لړ ضروري پروګرامونه برابر کړي او په سمه لار کښې په حرکت کښې دے. جنرل مارک مائلي چې په دې وروستيو کښې د جوزف ډانفورډ په ځاے د امريکې د فوځ د ګډې درستيزوالۍ د نوي مشر په توګه منصوب شو، کابل ته په سفر سره غواړي د دغه هېواد له فوځي قوماندانانو سره د کتنې ترڅنګه په افغانستان کښې د امريکې له فوځي شتون سره له اړوندو مسائلو خبر شي.
بې له شکه دغه سفر له افغانستانه د خپلو فوځي ځواکونو د يوې برخې د وېستلو لپاره د امريکې له پلان سره بې ارتباطه نه دے. د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کښې اعلان وکړ چې غواړي له افغانستانه د امريکې تقريباً اوۀ زره ځواکونه وباسي. که څه هم د ټرمپ دغه فېصله د امريکې په سياسي او فوځي سطحو کښې له يو لړ ردعملونو سره مخامخه شوې ده خو د پېنټاګان او فوځي لوړ سطحو کښې رامنځته شوي بدلونونه ښودنه کوي چې سپينه ماڼۍ په افغانستان کښې د خپلې فوځي پالېسۍ په بدلولو کښې جدي ده.
د امريکې په پارلېمان کښې د ډېموکرېټ ګوند د کېليفورنيا استازے آدام شيف په افغانستان کښې د امريکې د فوځي شتون په يوه شننه کښې چې پارس ټوډے خبري سائيټ خپره کړې ده وائي:
«په افغانستان کښې د امريکې د اولس کلن فوځي شتون باوجود واشنګټن په دغه هېواد کښې تر اوسه څه کاميابي نه ده ترلاسه کړې او د خپلو سياستونو اصلاح کولو ته ضرورت لري.»
خو دا چاره له افغانستانه د امريکې د ټولو فوځيانو د وتلو په معنا نه ده بلکه سپينه ماڼۍ غواړي له سياسي او د دغه هېواد د صلحې له چلند سره د تش په نامه ملاتړ له لارې په افغانستان کښې خپل پروګرام او هدفونه مخ په وړاندې بوځي. په افغانستان کښې په تېرو اولسو کلونو کښې د امريکې فوځي ناکامي د دې سبب شوه چې سپنيه ماڼۍ په افغانستان کښې په خپلو فوځي پروګرامونو کښې په بيا نظر کولو سره په جاپان او جنوبي کوريا کښې د خپل فوځي شتون نمونه په افغانستان کښې هم عملي کړي. امريکې په ۲۰۱۴ کال کښې په افغان حکومت باندې د امنيتي موافقه ليک په تپلو سره نه يوازې په افغانستان کښې د صلحې او امنيت له ټينګښت سره د مرستې په لار کښې څه ګام نه دے اوچت کړے بلکه د دغه هېواد خلق په خپل هېواد کښې د خونړيو تاوتريخوالو د زياتېدو او د نويو ترهه ګرو ډلو د راڅرګندېدو کتونکي دي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په قول په دغه هېواد کښې له شلو نه زياتې ترهه ګرې ډلې فعاليت کوي.
امريکه په افغانستان کښې د خپل فوځي شتون په تثبيتولو سره کوشش کوي له دغه هېواد څخه په سيمه کښې د جاسوسۍ او د چين ترپولو د ترهه ګرۍ د ټرانزېټ لپاره د يوې اډې په توګه استفاده وکړي. دا په دې معنا دي چې د طالب ډلې د فعاليت دوام نه يوازې د امريکې لپاره څه ګټه او فائده نه لري بلکه په افغانستان کښې د امريکې فوځي لګښتونه زياتوي. په همدې وجه سپينه ماڼۍ غواړي په امريکه کښې د فوځي او سياسي برخې په غږملتيا سره په افغانستان کښې خپل سياستونه داسې بدل کړي چې په دغه هېواد کښې د بدلونونو د عمل نوښت هم هغه شان د واشنګټن په لاس کښې وي. دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې د سيمې هېوادونو ته د خپل پلاوي په لېږلو سره وښودله چې د افغانستان د راتلونکو بدلونونو په اړه د ګاوڼدي هېوادونو دريځونه مهم او موثره بولي. يوه داسې موضوع چې د امريکې حکومت هم پکار دي په افغانستان کښې په هر ډول بدلون کښې هغه په نظر کښې ولري.
---------