کابل کښې د لوګر د انتخاباتو د کمېشن مدير ووژل شو
Jan 04, 2019 13:09 Asia/Kabul
د کابل ولایت په بګرامو ولسوالۍ کښې تير ماښام د لوګر ولایت د ټاکنو کمېشن مالي او اداري مدير وژل شوے دے.
د بګراميو امنيتي چارواکي وايي چې د لوګر ولايت د ټاکنو کمېشن مالي او اداري مدير اسدالله طاهري تير ماښام د دې ولسوالۍ په ولايتيو سيمه کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
اسدالله طاهري له تيرو لسو کلونو راهيسې د لوګر د ټاکنو په کمېشن کې دنده ترسره کوله.
تر اوسه د اسدالله طاهري د وژنې مسؤليت چا نه دے منلی.
د يادونې وړ ده چې تيره مياشت د ټاکنو خپلواک کمېشن له لوري د لوګر ولایت د ولسي جرګې د ټاکنووړومبۍ نتيجې اعلان شوې خو له هغې وروسته ناکامو نوماندانو په يوه اعتراضيه غونډه کې د ټاکنو د نتيجو د نه منلو خبر ورکړے و.
ټیګونه