د ملګرتیا جامع سند د تهران او کابل اړیکې مضبوطوي
په ایران کښې د افغانستان سفیر د تهران او کابل ترمینځ د ملګرتیا د جامع سند د برابرولو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د ملګرتیا جامع سند د دواړو هیوادونو اړیکې پیاوړې کوي.
نصیر احمد نور نن ایرنا ته په یوه مرکه کښې، د دواړو هیوادونو مخ په پراختیا اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران او افغانستان د اړیکو جامع سند هغه مضبوط بنسټیز جوړښت دی چې له مخې یې د دواړو هیوادونو وزارتخانې او ارګانونه په خپلو کاري برخو کښې دوه اړخیزې ملګرتیاوې له مخکښې نه ډیرې پراخولی شي.
هغه د د چابهار د موافقې په هکله چې د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت کښې د ایران، هند او افغانستان د ولسمشرانو ترمینځ لاسلیک شوه، څرګنده کړه: د ایران په سویل ختیځ کښې د چابهار بندر ډیر ځلانده راتلونکی لري او په سیمه ایزو مبادلاتو کښې به مهم رول ولوبوي.
په تهران کښې د افغانستان سفیر همداشان د ایران خلاف د امریکې ظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د ایران خلاف د امریکې بندیزونه به د کابل او تهران ترمینځ اقتصادي اړیکو، معاملاتو، دوستۍ او ورورولۍ باندې هیڅ اغیزه ونه لري.
احمد نوز د اقغانشتان د صلحې د خبرواترو په هکله هم څرګنده کړه: د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ نیغ په نیغه او مخامخ مذاکرات د پایدارې صلحې ترټولو لنډه لاره ده.
هغه وویل چې د افغانستان ولس او حکومت له کلونو راهیسې د صلحې تږی دی او د صلحې راتلو لپاره د هرې طریقې هرکلی کوي.