د افغانستان په لويديځ کښې د اتو پوليسو وژله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79758-د_افغانستان_په_لويديځ_کښې_د_اتو_پوليسو_وژله
د افغانستان په فراه ولايت کښې د پوليسو په يوې تاڼې د طالب ډلې په حمله کښې اته افغان پوليس ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2019 13:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لويديځ کښې د اتو پوليسو وژله

د افغانستان په فراه ولايت کښې د پوليسو په يوې تاڼې د طالب ډلې په حمله کښې اته افغان پوليس ووژل شول.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د فراه ولايتي شورا غړي نن د دې خبر په اعلانولو سره وويل، په دغه حمله کښې چې د دغه ولايت له مرکز فراه ښار سره نزدې په کاريز شېخا کلي کښې د پوليسو په يوې تاڼې وشوه نور شپږ پوليس هم ژوبل شول.

دادا... قانع زياته کړه، طالب ځواکونو له دغې حملې نه وروسته په دغه تاڼه کښې موجودې وسلې هم له ځان سره وتښتولې.