په کابل کښې د حزب اسلامي یو پخوانے قوماندان ووژل شو
د افغانستان په پائتخت کابل کښې نامعلومو وسله والو کسانو د حزب اسلامي یو پخوانے قوماندان ووژۀ.
د افغانستان د حکومت د اجرایه ریاست د وړومبي مرستیال مطبوعاتي سلاکار حبیب الرحمن ابراهیمي پرون وویل، چې نامعلومو وسله والو کسانو د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده د کمپنۍ په سیمه کې د حزب اسلامي پخوانی جهادي قوماندان علم ګل ابراهیمي ووژۀ.
هغه زیاته کړه، چې وسله والو کسانو پر بې غږه تمانچې د هغه د کور مخې ته پرې ډزې کړی، هغه یې وژلی او بریدګر تښتیدلی دی.
ابراهیمي وويل، چې علم ګل ابراهیمي د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ اوسیدونکی و، تر جهاده مخکې په هرات کې د توپچي قوماندان و.
د نوموړي په وینا، وروسته هغه د زابل ولایت لپاره د حزب اسلامي د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي وویل، چې اوس مهال هغه کومه دنده نه لرله او د یوه قومي سپین ږیري په توګه یې خدمت کوۀ.
د یادونې وړده، چې وخت په وخت د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې ګڼ شمیر حکومتي کارکوونکي، پخواني قوماندانان او نور خلک په مرموزه ډول په هدفي بریدونو کې وژل کیږي.