د روسيې په کوربه توب د افغان سياستوالو او طالبانو غونډه جوړيږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80055-د_روسيې_په_کوربه_توب_د_افغان_سياستوالو_او_طالبانو_غونډه_جوړيږي
د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پيوټن خاص استازي ضمير کابلوف اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال رسنيو ته ويلي وو، چې هېواد يې د افغانستان سولې په اړه د بلې ناستې کوربه توب ته تيارے نيسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2019 12:52 Asia/Kabul
  • د روسيې په کوربه توب د افغان سياستوالو او طالبانو غونډه جوړيږي

د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پيوټن خاص استازي ضمير کابلوف اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال رسنيو ته ويلي وو، چې هېواد يې د افغانستان سولې په اړه د بلې ناستې کوربه توب ته تيارے نيسي.

کابلوف په دې اړه نور جزيات نه و ورکړي، خو رویټرز خبري اژانس وائي، چې د راتلونکې سه شنبې يا نهې په ورځ به روسیه له طالبانو سره د خبرو لپاره د ولسمشر اشرف غني مخالف افغان سياستوال هم وروغواړي او د افغانستان روانې کشالې د ختمولو لپاره به په دغه ناسته کښې د روسيې په کوربه توب د طالبانو او افغان سياستوالو تر منځ خبرې وشي.

رویټرز د يوه لوړپوړي روسي چارواکي له قوله ليکلي، چې په دغه يوه ورځنۍ ناسته کې به د طالبانو لوړپوړي مشران او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون يو شمېر  مهم افغان سياستوال هم ګډون ولري.

حامد کرزے، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د امریکا پر ضد توندې څرګندونې کوي او په افغان سوله کښې د روسيې او چين د ګډون غوښتنه کوي، په داسې حال کښې، چې امریکا د سولې روانه پروسه کې د روسيې او چين د ګډون مخالفه ده.

روسان امريکا په افغانستان کې په ناکامۍ تورنوي او زياتوي، چې د افغانستان سولې لپاره له زړه کار کوي او له امریکا يې هم غوښتي، چې روسيې او د سيمې هېوادونو سره په ګډه د افغانستان سولې لپاره کار وکړي. طالبانو هم د مسکو په ناسته کې د خپل ګډون پخلی کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، چې مسکو ته به د طالبانو د پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزی کوي.