افغان ځواکونو په هلمند کښې اته طالب وسله وال وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80097-افغان_ځواکونو_په_هلمند_کښې_اته_طالب_وسله_وال_وژلي_دي
د افغانستان د هلمند ولايت چارواکي وايي، د عملياتو پر مهال ۸ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 03, 2019 15:59 Asia/Kabul
  • افغان ځواکونو په هلمند کښې اته طالب وسله وال وژلي دي

د افغانستان د هلمند ولايت چارواکي وايي، د عملياتو پر مهال ۸ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان وايي، د لښکرګاه- کندهار د لارې په مربوطاتو کښې د شويو عملياتو له کبله د طالبانو د يوه مهم قوماندان په شمول ۸ وسله وال وژل شوي او ۵ ټپيان شوي دي.

عبدالسلام د وژل شوي طالب قوماندان نوم قاري جانان ياد کړی دی.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند رسنیو ته وويل چې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ١٠ کيلومتره پرمختګ کړی او د طالبانو ۸ مهم پټنځي يې له منځه وړي دي.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.