طالب ډلې د رسمي دفتر د غوښتنې رپوټونه رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80238-طالب_ډلې_د_رسمي_دفتر_د_غوښتنې_رپوټونه_رد_کړل
د افغانستان طالب ډلې هغه رپوټونه رد کړل، چې ویل شوي وو د ماسکو په غونډه کښې د طالب پلاوي مشر عباس ستانکزي په کابل کښې د د دغې ډلې د دفتر د پرانستو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 10, 2019 03:52 Asia/Kabul
  • طالب ډلې د رسمي دفتر د غوښتنې رپوټونه رد کړل

د افغانستان طالب ډلې هغه رپوټونه رد کړل، چې ویل شوي وو د ماسکو په غونډه کښې د طالب پلاوي مشر عباس ستانکزي په کابل کښې د د دغې ډلې د دفتر د پرانستو غوښتنه کړې ده.

سپوټنیک خبري آژانس د طالب ډلې د مذاکراتي ټيم د مشر شېر محمد عباس ستانکزي له قوله ویلي وو چې په کابل کښې د طالبانو لپاره رسمي دفتر نه وي پرانستل شوے، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې امکان نه لري.

شېر محمد عباس ستانکزي ویلي د مذاکرې او له افغان دولت سره د اړیکو ټینګولو لپاره اړینه ده، چې کابل کې یو دفتر جوړ شي، دغه دفتر به باید مطبوعاتي او د سولې اړوند مسایل خپارۀ کړي، د خلقو سوالونو ته د یوه مسئول په توګه ځواب ورکړي او ملي او نړیوال مسائل مطرح کړي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کښې دا رپوټ په کلکه رد کړے او ویلي یې دي، چې طالبانو هېڅ داسې غوښتنه نه ده کړې.