د دوحې خبرو اترو په سست پرمختګ د افغان چارواکو اعتراف
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80830-د_دوحې_خبرو_اترو_په_سست_پرمختګ_د_افغان_چارواکو_اعتراف
د افغان ولسمشر وياند وويل چې د دغه هېواد له حکومت سره د طالب ډلې د نېغ په نېغه خبرو اترو د شروع کېدو په اړه د دوحې خبرو اترو هيڅ پرمختګ نه دے کړے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2019 12:30 Asia/Kabul
  • د دوحې خبرو اترو په سست پرمختګ د افغان چارواکو اعتراف

د افغان ولسمشر وياند وويل چې د دغه هېواد له حکومت سره د طالب ډلې د نېغ په نېغه خبرو اترو د شروع کېدو په اړه د دوحې خبرو اترو هيڅ پرمختګ نه دے کړے.

هارون چخانسوري وويل: کابل له هر هغه اقدامه چې له طالب ډلې سره د افغان حکومت د نېغ په نېغه خبرو اترو زمينه برابروی ملاتړ کوي خو د دې موضوع په باره کښې د دوحې خبرو اترو څه لاسته راوړنه نه ده لرلې.

د طالب ډلې او امريکې د استازيو د خبرو اترو وروستے پړاو د فرورۍ له ۲۵ څخه د قطر په پائتخت دوحه کښې شروع شوے دے او هم هغه شان دوام لري. هغه ډول چې د امريکې د خارجه وزارت مرستيال وياند رابرټ پالادينو ويلي دي واشنګټن د ملا برادر په مشرۍ د طالب ډلې له مذاکراتي ټيم سره د څلورو مهمو مسئلوپه باره کښې د خبرو اترو په حال کښې دے. هغه له ترهه ګرۍ سره مبارزه، د امريکائي ځواکونه وتل، ډزبندي او له افغان حکومت سره د طالب ډلې د نېغ په نېغه خبرو اترو شروع کېدل له دغې ډلې سره د امريکې د خبرو اترو اصلي محورونه بللي  دي.

طالب ډله تل د دوحې د خبرو اترو د يو محور په توګه له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې اترې ردوي او معلومه ده چې دواړه لوري په دې موضوع کښې بنيادي اختلاف لري.

دې حقيقت ته په پام سره چې د امريکې او طالبانو هر ډول موافقه به د افغانستان د مرکزي حکومت او تاثير کونکو ډلو له ملاتړ نه بغېر د جنګ په غلي کولو کښې بې تاثيره وي، دا موضوع د دوحې د خبرو اترو د يو محور په بدله شوې ده. دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډله د وروستيو مياشتو په شان  هم هغه شان له افغان حکومت سره خبرې اترې ردوي.

په کابل کښې له مرکزي حکومت سره له خبرو اترو د طالب ډلې سرغړونه په امريکې د نيوکو د زياتېدو سبب شوې ده چې د افغانستان د قانوني حکومت مقام او رول ته بې له پامه له طالبانو سره خبرې اترې شروع کړې او د دغه بهير د جاري ساتلو په حال کښې ده.

د وېلسون مرکز شناندي مائيکل کاګلمن له فرانس پرېس سره په مرکه کښې وويل: «د ماجرې خندونکے او په عين حال کښې غمجنونکے ټکے دا دے چې کېدې شي افغان حکومت د صلحې له دغه بهير څخه چې خپله يې شروع کړےدے څنګته کړے شي.»

البته له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې اترې د طالب ډلې او امريکې يوازېنے اختلاف نه دے بلکه دواړه لوري له افغانستانه د امريکايانو د وتلو د څه رنګوالي او وخت د ټاکلو په شمول نورو موضوعاتوکښې هم له اختلافاتو سره مخامخ دي.

په داسې يوه فضاء کښې د شناندو له نظره د دوحې له خبرو سره په يو وخت په افغانستان کښې د ناامنيو زياتېدل د فکر وړ خبر ده او د قطر په خبرو اترو د نه پرمختګ يوه وجه کېدې شي. که څه هم هغه شان د تړل شويو تمبو شا ته دوام لري خو داسې ښکاري له دغو مشکلاتو څخه د هر يو نه هوارېدل کولې شي په نورو موضوعاتو کښې ترلاسه شوي پرمختګونه هم له ماتې سره مخامخ کړي.

------------------

ترجمه: شاهين