په کابل کښې بيا ترهه ګريزه چاودنه رامنځته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81115-په_کابل_کښې_بيا_ترهه_ګريزه_چاودنه_رامنځته_شوه
خبري سرچينو د کابل په ختيځ کښې د بمي چاودنې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2019 10:22 Asia/Kabul
  • په کابل کښې بيا ترهه ګريزه چاودنه رامنځته شوه

خبري سرچينو د کابل په ختيځ کښې د بمي چاودنې خبر ورکړ.

د افغان سرچينو په نقل سره زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه ترهه ګريزه چاودنه نن د کابل ښار د ختيځ په دولسمه امنيتي سيمه کښې رامنځته شوه خو تر اوسه د هغې رامنځته کېدو د څه رنګوالي او احتمالي سرتاوانونو څخه رپوټ نه دےخپور شوے.

تر اوسه چا کس يا ډلې هم د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

د نوروز له اختر سره په يو وخت قندهار، لښکرګاه او د افغانستان نورې سيمې په تېرو دريو ورځو کښې د څو ترهه ګريزو چاودنو او حملو ډګرونه وو چې له امله يې په لسګونو تنه وژل شوي يا ژوبل شوي دي.