د کابل ـ کندهار لار بیارغول کېږي
Mar 28, 2019 08:10 Asia/Kabul
د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي؛ د اسیا پراختیاي بانک په مالي مرسته د کابل ـ کندهار لویه لار له سره رغول کېږي.
له کندهاره زمونږ خبریال ربورټ راکړی چې د افغانستان د قواید عامې وزارت ویاند مهدي روحاني وايي؛ ددغې لارې د لومړي پړاو قرارداد لاسلیک شوی او په ځینو برخو یې کار پیل شوی دی.
د روحاني په خبره؛ د ۱۳۶ کیلومتره تخریب شوې ساحې سروې او ډیزاین برابر شوی، تدارکاتي اسناد یې مشخص شوي او د پاتې ۳۴۴ کیلومتره ساحې سروې هم روانه ده چې له بشپړېدو وروسته به ورته د اسیا پراختیایي بانک له لورې لګښت ځانګړی شي.
د ټولګټو وزارت وایي؛ دا لار به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله په بشپړه توګه ورغوله شي.
اوس مهال د کندهار او کابل لویه لاره سخته خرابه ده چی مسافر او موتروانان یې له ډیرو ستونزو سره مخ کري دي.
ټیګونه