د کابل په کونټرپارټ آمریکایی موسسې ډله ايرز بريد روان دے
نن له ماسپښينه مخکښې د افغانستان پائتخت کابل ښار کښې په کونټر پارټ امريکائي موسسې طالب ځواکونو ډله ايزو بريد اوشو چې لا تر اوسه دوام لري.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي چې د کاونټربارټ په نامه د امريکايانو ياده شبکه چې د امريکا د USAID له لوري رامنځته شوې ده په افغانستان کې په تخريبي فعاليتونو کې ونډه درلوده چې د دوی تر بريد لاندې راغلې او جګړه لاهم دوام لري.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي هم ويلي دي چې جګړ روانه ده او سيمې ته يې د CRU په نامه ځانګړي پوليس له وسله والو سره د جګړې له پاره ليږلي دي.
رحيمي ويلي دي چې تر اوسه د بريد نوعيت نه دے معلوم شوے او په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده.
د پيښې له ځايه څخه له لرې اخيستل شوي انځورونه ښيي چې هلته اوس هم لوګي پورته کيږي.
د افغانستان د روغتيا وزرات وياند وحيدالله مايار ويلي دي چې د چاودنې له ځايه تر اوسه نهه تنه ټپيان روغتونونو ته وروړل شوي دي.
د پيښې د تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته، سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او خبريالانو ته سيمې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.