په کابل کښې پرونۍ حملې ۵ کسان وژلی وو
May 09, 2019 01:01 Asia/Kabul
-
نصرت رحیمي وویل پینځو(۵) وسله والو کسانو دامریکا په موسسې برید وکړ .
زمونږخبریال وایی د افغانستان دکورنیو چارو دوزارت ویاند نصرت رحیمی پرون وویل وسله والو یرغلګرو د کابل ښار په مرکز کښې دامریکایی موسسې په ودانۍ برید سره پینځه (۵) کسان ووژل .
هغه وویل په دغه برید کښې د افغانستان دیوه(۱) پولیس اود یوې(۱) میرمنې په شمول پینځه(۵) کسان وژل شوی او دیوه(۱) بهرنی وګړی په شمول څلورویشت(۲۴) نور ژوبل شوی دی .
نصرت رحیمی وویل پینځو(۵) وسله والو کسانو دامریکا په موسسې برید وکړ او امنیتی ځواکونه بریالی شول ددغه موسسې دکارکونکو په شمول کابو دوه سوه (۲۰۰) کسان د پیښې له ځایه وژغوری .
طالبانو ددغه برید مسولیت پرغاړه اخیستی دی .
ټیګونه