د افغانستان په جنوب کښې امريکائي ډرون الوتکه نسکوره شوه
May 23, 2019 14:51 Asia/Kabul
د افغانستان په هلمند ولايت کښې يوه امريکائي ډرون الوتکه نسکوره شوه.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې طالب ډلې نن د دغې امريکائي ډرون الوتکې د نسکورولو د ذمه وارۍ په غاړه اخېستلو سره ووي، د دغې ډلې ځواکونو دغه ډرون الوتکه د افغانستان د جنوب د هلمند ولايت په يوه سيمه کښې نسکوره کړې ده.
تر اوسه په افغانستان کښې د امريکې او نېټو فوځي سرچينو په دې اړه څه ردعمل نه دے ښودلے.
ټیګونه