په کابل کښې د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو په کاروان حمله
په کابل کښې د امريکې ترهه ګرو ځواکونو په کاروان په لار کښې د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور عامه وګړي مړۀ او څلور امريکائي ترهه ګر فوځيان ژوبل شول.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د امريکې په مشرۍ د بهرنيو فوځيانو دغه کاروان نن د کابل – جلال آباد په لويه لار کښې په قابل بائي سيمه کښې د بم اېښودل شوي موټر د حملې هدف وګرځېد.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نصر رحيمي د کابل ښار په نهمه امنيتي حوزه کښې د د بهرنيو فوځيانو د کاروان په لار کښې د بم اېښودل شوي موټر د چاودنې خبر تائيد کړے دے.
له بلې خوا طالب ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امريکې د ترهه ګرو ځواکونو په کاروان د نننۍ حملې ذمه واري قبوله کړه.
تېره ورځ هم په کابل کښې د مارشل فهيم فوځي پوهنتون په محصيلينو هم ترهه ګريزه حمله اوشوه چې پکښې لږ تر لږه شپږ تنه مړۀ او يو شمېر نور ژوبل شول.
داعش ترهه ګرې ډلې د دغې ترهه ګريزې حملې ذمه واري په غاړه واخېسته.