فیفا د افغانستان د فوټبال فیډریشن پخوانی مشر پړ وباله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82693-فیفا_د_افغانستان_د_فوټبال_فیډریشن_پخوانی_مشر_پړ_وباله
د فوټبال نړیوال فیډریشن اعلان کړی، چې کرام الدین کریم په یاده قضیه کې پړ پيژندل شوی، د یو میلیون ډالرو جریمې ترڅنګ د ټول عمر لپاره پرې بندیږ لګول شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2019 23:24 Asia/Kabul
  • فیفا د افغانستان  د فوټبال فیډریشن پخوانی مشر پړ وباله

د فوټبال نړیوال فیډریشن اعلان کړی، چې کرام الدین کریم په یاده قضیه کې پړ پيژندل شوی، د یو میلیون ډالرو جریمې ترڅنګ د ټول عمر لپاره پرې بندیږ لګول شوی دی.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د  فوټبال نړیوال فیډریشن فیفا د افغانستان فوټبال فدارسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورنې په قضیه کې پړ بللی او پر هغه یې د ټول عمر لپاره بندیز لګولی دی.

د فوټبال یو شمیر ښځینه لوبغاړو تیر کال پر کرام الدین کریم او ځینو نورو چارواکو د جنسي ځورونې تورونه لګولي وو، د افغانستان حکومت هم دا موضوع جدي ونيوله او افغان  ولسمشر اشرف غني ددې قضيې د جدي څېړنو امر وکړ، دغه راز لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم په ګډون د فدراسيون د يو شمېر چارواکو دندې ځنډولې وې او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې وې.

داغه راز د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا  هم د کرام الدین کریم دنده ځنډولې وه، پر هغه یې بندیز لګولی او د قضیې یې پلټنه پیل کړې وه.

اوس د فوټبال نړیوال فیډریشن اعلان کړی، چې کرام الدین کریم په یاده قضیه کې پړ پيژندل شوی، د یو میلیون ډالرو جریمې ترڅنګ د ټول عمر لپاره پرې بندیږ لګول شوی دی.

فیفا ویلي، ددوی داخلاقو کمیټې دې نتیجې ته رسیدلي، چې کرام الدین کریم له خپل صلاحیت څخه ناوړه استفاده کړې ده.

فیفا ویلي، چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۸ کاله پورې پنځو افغان ښځینه لوبغاړو پر هغه د جنسي ځورونو تورونه لګولي وو.

خو پخپله کرام الدین کریم او دافغانستان فوټبال فدراسیون دا تورونه رد کړي وو.