آيت ا...آصف محسنی دافغانستان په جهاد کې اوڅاره رول لوبولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83316-آيت_ا...آصف_محسنی_دافغانستان_په_جهاد_کې_اوڅاره_رول_لوبولی_دی
آیت ا... آصف محسني د افغانستان د ولس داتحاد او یووالی او دغه راز د جهاد په وخت د افغانستان د مسلمان ولس په هڅولوکې غوره رول لوبولی او دهغه د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او اتحاد هلې ځلې هماغه راز دوام لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 10, 2019 12:34 Asia/Kabul
  • آيت ا...آصف محسنی  دافغانستان  په جهاد کې اوڅاره رول لوبولی دی

آیت ا... آصف محسني د افغانستان د ولس داتحاد او یووالی او دغه راز د جهاد په وخت د افغانستان د مسلمان ولس په هڅولوکې غوره رول لوبولی او دهغه د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او اتحاد هلې ځلې هماغه راز دوام لري .

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی انقلاب  دمعظم لارښود د دفتر د نړیوالو چارو مسئول آیت ا... قمي چې  د مسلمانانو د ولی امر په نمایندګۍ  د افغانستان د ستر دیني  او جهادي شخصیت  آیت ا... آصف محسني  چې یوې مودې راهسې ناروغه دی دعیادت لپاره دافغانستان کابل ته ورغلی ، هغه ته ئې  دحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي له خوا دنیکو پيرزوینو پيغام  اود هغه د زرترزره د  سلامتیا لپاره د دعا په رسولو سره  دهغه د سلامتیا هیله کړې او وئيلي ئې دي ،آیت ا... آصف محسني د افغانستان د ولس داتحاد او یووالی او دغه راز د جهاد په وخت د افغانستان د مسلمان ولس  په هڅولو کې غوره رول لوبولی  او دهغه د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او اتحاد هلې ځلې هماغه راز  دوام لري .

Image Caption

 

 داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان ستر دیني شخصیت او دخاتم النبیّن دینی مدرسې سرپرست آیت ا... آصف محسني هم  د آیت ا....قمي کابل ته د دورتلو او هغه ته  د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود  له خوا د سلامتیا د دعا قدرونه کړې او وئيلی ئې  دي ، اسلامی ایران تل د افغانستان  دمظلوم او بې څوکه ولس مرسته کړې او په یوه ډګر کې ئې دغه مسلمان ملت یوازې نه دی پریښودلی چې باید د افغانستان ولس د اسلامی ایران په تیره بیا د مسلمانانود ولی امر  احسانات او مرستې هیرې نه کړي .

Image Caption