راشد خان دافغانستان د کرکټ ټیم کپتان وټاکل شو
دا بدلونونه وروسته له هغې راځي چې د پخواني کپتان اصغر افغان پر ځای ګلبدین نایب د ملي لوبډلې لپاره د یو ورځنیو سیالیو کپتان اعلان شو، خو د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې په پرله پسې توګه نهه تاریخي ماتې وخوړې.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د پرله پسې ماتو وروسته نن یو ځل بیا د خبري کنفرانس له لارې د ملي لوبډلې په کپتانی کې بدلونونه رامینخټه کړل او دا ځل یې د دریو واړو فارمټونو لپاره راشد خان نوی کپتان اعلان کړ.
دا بدلونونه وروسته له هغې راځي چې د پخواني کپتان اصغر افغان پر ځای ګلبدین نایب د ملي لوبډلې لپاره د یو ورځنیو سیالیو کپتان اعلان شو، خو د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې په پرله پسې توګه نهه تاریخي ماتې وخوړې.
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو څخه په تش لاس د ملي لوبډلې د راتګ سره سم په افغان کرکټ بورډ کې ځینې څېړنې وشوې چې د دغو څېړنو په نتیجه کې یو شمېر تغیرات راغلل، دغه راز یو شمېر مهمې کمېټې هم جوړې شوې تر څو معلومه کړې ولې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې په پرله پسې توګه ماتې وخوړې؟
په دغو کمېټو کې د یوې څېړنې وروسته داهم معلومه شوه چې افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د افغانستان ډسپلین کمېټې له یو کلن بندیز سره مخ کړ.
د ملي لوبډلې په لوبډلمشرۍ کې دا تغیرات وروسته له هغې راځي کله چې پرون د افغان کرکټ بورډ غړو له افغان ولسمشر سره ولیدل.