د افغانستان په لويديځ کښې دوه طالب سرغنه ووژل شول
Aug 03, 2019 01:07 Asia/Kabul
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دغه هېواد په لويديځ کښې د طالب ډلې د دوو سرغنه ؤ د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوې بيانيه کښې وويل، بېګا د فراه ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کښې د طالب ډلې په سنګرونو په هوائي حمله کښې د ملا عبدالباري چې په مشر ملا مشهور ؤ او حاجي صداقت نومې د دغې ډلې دوه سرغنه ووژل شول.
په دغه حمله کښې همدارنګ د دغې ډلې يو شمېر نور کسان هم ژوبل شول.
ټیګونه