د افغان ځواکونو او طالبانو ترمېنځ نښتو کښې د لسګونو کسانو وژله
د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمېنځ د نښتو له کبله له دواړو خواو په لسګونو تنه ووژل شول.
د شين هوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان په بادغيس ولايت کښې د افغان او طالب ځواکونو ترمېنځ نښتو کښې اوۀ امنيتي او پينځه طالب ځواکونه ووژل شول.
په دغو نښتو کښې همدارنګ د دولسو طالبانو په شول شپاړس نور کسان هم ژوبل شول.
همدارنګ د دائکنډي ولايت په پاتوي ولسوالۍ کښې د افغان امنيتي ځواکونو به دوو تاڼو د طالبانو په حمله کښې اتۀ افغان امنيتي ځواکونه ووژل شول او لسګونه نور هم ژوبل شول.
په بلخ ولايت کښې هم د طالب ډلې په سنګرونو د افغان فوځ په هوائي حمله کښې د طالب ډلې يو سرغنه له خپلو نورو پينځويشتو ملګرو سره ووژل شو.
همدارنګ په قندوز ولايت کښې د طالبانو په سنګرونو د افغان فوځ په هوائي او زمکنيو حملو کښې هم د يو طالب سرغنه په شمول د دغې ډلې شل تنه ووژل شول.
په دغو عملياتو کښې دوه امنيتي ځواکونه مړۀ او درې نور زخمي شول.
له بلې خوا طالب ډلې ادعا وکړه چې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کښې يې افغان امنيتي ځواکونو ته درانه سرتاوانونه رسولي دي چې ځاي افغان چارواکو د طالب ډلې دغه ادعا رد کړه.