افغان حکومت د بایومټریک دستګاوو ستونزه هواره کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84110-افغان_حکومت_د_بایومټریک_دستګاوو_ستونزه_هواره_کړې
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، حکومت د بایومټریک دستګاوو ستونزه هواره کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2019 10:52 Asia/Kabul
  • افغان حکومت د بایومټریک دستګاوو ستونزه هواره کړې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، حکومت د بایومټریک دستګاوو ستونزه هواره کړې ده.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات بیګا رسنیو ته وویل چې اوس مهال دغه دستګاوې په ولایتونو کې د رأیو مرکزونو استولو ته د چمتو کېدو په حال کې دي.

ده وویل: څه باندې ۱۸ زره دستګاوې د مرکزي احصایې له خوا او ۱۷ زره نورې د حکومت له خوا اخيستل شوي او د انتخاباتو کمېسیون ته ورکړل شوي دي، نو کمېسیون اوس د بایومټریک دستګاوو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې حکومت د دغو دستګاوو په برابرولو او د انتخاباتي موادو د انتقال په برخه کې همکاري نه ده کړې.

ښاغلی سادات وایي، ستونزې ېې تر ډېره هوارې کړي او له ژمنې سره سم به پر ټاکلي وخت ولسمشریز انتخابات ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د میزان یا تلې ۶مه نېټه ټاکل شوې ده او د اوسني ولسمشر اشرف غني په ګډون اتلسو کسانو دغو انتخاباتو ته ځانونه کاندید کړي دي.