د کابل په پرونۍ چاودنه کښې درې بهرني پوځیان وژل شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84447-د_کابل_په_پرونۍ_چاودنه_کښې_درې_بهرني_پوځیان_وژل_شوې_دي
ناټو ویلې چې د کابل د پرونۍ ترهګرې چاودنې په پیښه کښې دوه امریکايي او یو رومانیايي پوځي وژل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2019 03:20 Asia/Kabul
  • د کابل په پرونۍ چاودنه کښې درې بهرني پوځیان وژل شوې دي

ناټو ویلې چې د کابل د پرونۍ ترهګرې چاودنې په پیښه کښې دوه امریکايي او یو رومانیايي پوځي وژل شوی دی.

پرون د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د شوې بمي چاودنې له امله د افغان ملکیانو نه علاوه درې بهرني پوځیان هم وژل شوې دي.

ناټو ویلې چې د کابل د پرونۍ ترهګرې چاودنې په پیښه کښې دوه امریکايي او یو رومانیايي پوځي وژل شوی دی.

د ویلو ده چې د کابل د مکرورویانو سیمې په عمومی سړک کښې په عبدالحق څلور لاره کښې په یوه ګاډی کښې بم چاودنې لس (۱۰) تنه وژلی او دوه څلویښت (۴۰) نور یې ژوبل کړی دی .

له بلې خوا د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې په دغه برید  کښې دافغانستان دملی امنیت ادارې اته (۸) غړی او دغه راز دولس(۱۲)خارجیان وژل شوې دي.