د کابل په پرونۍ چاودنه کښې درې بهرني پوځیان وژل شوې دي
Sep 06, 2019 03:20 Asia/Kabul
ناټو ویلې چې د کابل د پرونۍ ترهګرې چاودنې په پیښه کښې دوه امریکايي او یو رومانیايي پوځي وژل شوی دی.
پرون د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د شوې بمي چاودنې له امله د افغان ملکیانو نه علاوه درې بهرني پوځیان هم وژل شوې دي.
ناټو ویلې چې د کابل د پرونۍ ترهګرې چاودنې په پیښه کښې دوه امریکايي او یو رومانیايي پوځي وژل شوی دی.
د ویلو ده چې د کابل د مکرورویانو سیمې په عمومی سړک کښې په عبدالحق څلور لاره کښې په یوه ګاډی کښې بم چاودنې لس (۱۰) تنه وژلی او دوه څلویښت (۴۰) نور یې ژوبل کړی دی .
له بلې خوا د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې په دغه برید کښې دافغانستان دملی امنیت ادارې اته (۸) غړی او دغه راز دولس(۱۲)خارجیان وژل شوې دي.
ټیګونه