کابل کښې د امریکې سفارت ته څیرمه چاودنه شوې
Sep 11, 2019 05:31 Asia/Kabul
خبري سرچینې نن سهار د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د امریکې د سفارت په خوا کښې د یوې چاودنې د کیدو خبر ورکوي.
فارس خبري آژانس لیکلې دي چې په کابل کښې د امریکې سفارت ته نزې شوې چاودنه د راکټي حملې له امله رامینځته شوې ده.
د دې چاودنې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه لا کوم رپورټ نه دی رارسیدلی او حکومتي چارواکو یې هم په اړه هیڅ جزئیات نه دي ورکړې.
هم داشان تر دې دمه د چاودنې پړه هم چا نه ده منلې.
ټیګونه