غزني کښې ۲۹ وسله وال طالبان ووژل شول
-
آرشیو
غزني ولایت کښې وسله اولو مخافینو ته د درني مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ یوه اندزه مهمات او وسایط هم د افغان امنیتی ځواکونو لاسته ورغلي .
له غزني څخه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د دغه ولایت د رسنیو دفتر وایي، د غزني ولایت د مقر او اندړو ولسوالۍ اړوندو سیمو کې تیره شپه د ځانګړو افغان ځواکونو او د بهرنیو هوایې ځواکونو په عملیاتو کې، ۲۹ تنه وسله وال مخالیفین وژل شوي دي.
د غزنی د والی ویاند محمد عارف نوری وایي چې ، په لومړي اقدام کې ځانګړو افغان ځواکونو تیره شپه د مقر ولسوالۍ اړوند د خوزیو سیمي په عظب الدین کلا کې د مخالیفین پر یوه مرکز عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې (۲۶) تنه وسله وال مخالیفین وژل شوي دي.
دغزنی ولایت درسنیو دفتر دخبر پانې په حواله په یاد مرکز کې ۱۲۰ کړۍ ماینونه، (۲۰۰۰ ) دوه زره کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد، ۲۶ موټر سایکلونه او یو موټر له منځه وړل شوی، او د مخالیفین اړوند یو میل راکټ، یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، د پیکا او کلاشینکوف (۵۰۰۰ ) پنځه زره مرمۍ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په دوهم اقدام کې بهرنیو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په اطرافو کې هوایې برید ترسره کړی چې پکي دري (۳) تنه وسله وال مخالیفین وژل شوي دي.
ویل کیږي چې په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی.