طالبان: مونږ روسي او ایراني وسلې نه دې استعمال کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84794-طالبان_مونږ_روسي_او_ایراني_وسلې_نه_دې_استعمال_کړې
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې له خوا د ایراني او روسي وسلو د کارولو په هکله د افغانستان د چارواکو ادعا دروغ او یو تبلیغاتي جنګ وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2019 08:42 Asia/Kabul
  • طالبان: مونږ روسي او ایراني وسلې نه دې استعمال کړې

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې له خوا د ایراني او روسي وسلو د کارولو په هکله د افغانستان د چارواکو ادعا دروغ او یو تبلیغاتي جنګ وبلله.

د طالب ډلې ویاند د دغې ډلې له خوا په هلمند ولایت کښې د روسي او ایراني وسلو د کارولو په هکله د افغانستان د ځینو سیمه ایزو چارواکو ادعا دروغ وبلله.

طالب ویاند ذبیح ا... مجاهد د افغانستان د چارواکو دا ادعا دروغ او یو تبلیغاتي جنګ وبلله.

هغه وویل: کومې وسلې چې طالبان د ترهګرو امریکايي پوخیانو او د افغان پوځیانو خلاف خپلو حملو کښې کاروي، یا د شوروي خلاف د جهاد په وختو کښې او یا له نیواکګرو او هم داشان افغان پوځیانو څخه په غنیمت نیول شوې وسلې دي.

د افغانستان د سویل په هلمند ولایت کښې امنیتي چارواکو ادعا کړې ده چې په دغه ولایت کښې یې له طالبانو څخه د ایران او روسیې جوړې وسلې نیولې دي.

خو د افغانستان مرکزي حکومت په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلې.