چين ته د طالب پلاوي سفر
چيني رسنيو بيجنګ ته د طالب ډلې د پلاوي د سفر او د افغانستان په چارو کښې د چين د خاص استازي په شمول د دغه هېواد له چارواکو سره د خبرو اترو خبر ورکړ.
ساوت چائنا ورځپاڼې وليکل: «له امريکې سره د ډالې ډلې خبرې اترې په بيجنګ کښې له چيني چارواکو سره د طالبان د خبرو اترو له موضوعاګانو څخه دي. د دغې کتنې په اړه لا زيات تفصيلات نه دي ترلاسه شوي. له دې مخکښې طالب پلاوي روسيې او ايران سفرونه کړي وو.
دا په تېرو څو مياشتو کښې چين د طالبانو د سياسي پلاوي دويم سفر دے چې په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت په باره کښې د صلاح مشورو په هدف سره ترسره شوي دي.
د چين حکومت د مختلفو ملاحظاتو له مخې د افغانستان د صلحې په بهير کښې رول لوبول په خپل بهرني سياست کښې مهمه سټراټيجي بولي چې د ځينو احتمالي ګواښونو د کنټرولو سبب کېدې شي.
د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکم د دغه هېواد او طالب ډلې د خبرو اترو له لغو کېدو وروسته د دغې ډلې سياسي پلاوي د افغانستان په چارو کښې د دغه هېواد له خاص استازي ضمير کابلوف سره په کتنې سره له امريکې سره د خبرو اترو له اودرېدو نه پس په افغانستان کښې د جنګ او صلحې د بدلونونو په وړاندې د موجودو حالاتو د څېړنې ترڅنګه د ماسکو له چارواکو سره له سپينې ماڼۍ سره د صلحې په احتمالي موافقه کښې د ضامن د رول په باره کښې صلاح مشورې وکړې.
روسيې ته د طالب پلاوي سفر او له ضمير کابلوف سره خبرو اترو وښودله چې دغه ډله له امريکې سره د خبرو اترو له اودرېدو نه پس بديلو ظرفيتونو ته هم پام لري.
البته د افغانستان د صلحې په بهير کښې په رول لوبونه کښې روسيې او چين ته د طالب دلې نظر د خبرو اترو د اسانولو او حتی له بين الافغاني احتمالي خبرو اترو څخه د کوباتوب په مقام کښې دے چې دغې ډلې وعده کړې وه چې له امريکې سره له موافقې وروسته به د کابل له حکومت سره هم خبرې اترې کوي.
په داسې حالاتو کښې چې د امريکې او طالب ډلې خبرې اترې د ټرمپ په حکم سره اودرېدلې دي دغه ډله کوشش کوي چې په رامنځته شوي فرصت کښې له روسيې او چين سره په صلاح مشورو سره په دوه اړخيزه احتمالي موافقه کښې د سپينې ماڼۍ د ژمنو د ضمانت څه رنګوالے وڅېړي.
طالب سخت اندېښمن دي چې له نورو هېوادونو او سيمه ايزو او نړيوالو ادارو سره د موافقې په وړاندې د امريکې بدقولۍ او د ژمنو خلاف ورزۍ ته په پام سره سپينه ماڼۍ له دغې ډلې سره هم په احتمالي موافقه کښې په خپلو ژمنو پابنده نه وي.
په همدې وجه دي چې له امريکې سره له احتمالي موافقې په ورپسې ګام کښې د طالبانو د پام وړ مهمه موضوع په افغانستان کښې د جنګ د خاتمې او د صلحې د ټينګښت په وړاندې د دغه هېواد د ژمنو د اجرا د ضمانت څه رنګوالے دے.
په دې چوکاټ کښې طالب ډله دا خيال کوي چې د روسيې او چين له ظرفيت څخه په افغانستان کښې د صلحې د ژمنو د ضامن د رول په توګه استفاده وکړي.
د روسيې او چين له چارواکو سره د طالب پلاوي خبرې اترې د دې خبرې ښودنه کوي چې دغه ډله غواړي چې دغه دواړه هېوادونه په مشترکه يا خپلواکه توګه له سپينې ماڼۍ سره د صلحې د احتمالي موافقه ليک ضمانت ورکونکي وي چې البته د امريکې لخوا د ژمنو له خلاف ورزۍ سره د مخامخېدنې د څه رنګوالي او ضمانت د لارو چارو د څه رنګوالي په باره کښې زياتې پوښتنې مطرح دي.
----------