Oct 15, 2019 07:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان په انتخاباتو کښې ۱.۷ میلیونه بایومیټرک راې ثبت شوې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن د څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره (۱۷ لاکه) بایومیټرک رایو ثبتیدل د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو د روڼتیا لپاره یو مهم ګام وباله.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن د اعلان له مخې د رایې اخیستنې له ۲۶ زره او ۵ سوه ۶۸ مرکزونو څخه د ۲۲ زره او ۵ سوه ۸۸ مرکزونو بایومیټرک راې په مرکزي سرور کښې ثبت شوې دي چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو په شفاف سازۍ کښې یو مهم ګام ګڼل کیږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن غړې رحیمه ظریفي وویل: د راې اخیستنې له ۲۲ زره او ۵۸۸ مرکزونو څخه د یو میلیون او اووه لکه اووه دیرش زره او اته اویا رایو معلومات د بایومیټرک مشینونو له لارې مرکزي سرور ته منتقل شوې دي.

هغې څرګنده کړه چې د ۳ زره او ۹۸۰ نورو مرکزونو راې به هم په راتلونکي کښې مرکزي سرور ته ولیږل شي.

ملګرو ملتو په خپله تازه خبرپاڼه کښې د بایو میټرک رایو له ثبتیدو ملاتړ کړی دی.

 

ټیګونه