د ننګرهار د ترهګرې حملې د مړو شمیر اویا تنو ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85344-د_ننګرهار_د_ترهګرې_حملې_د_مړو_شمیر_اویا_تنو_ته_ورسید
د ننګرهار د والي ویاند وايي چې په دغې ترهګرې پيښې کښې هم داشان ۶۰ تنه زخمي شوې دي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Oct 20, 2019 01:50 Asia/Kabul
  • د ننګرهار د ترهګرې حملې د مړو شمیر اویا تنو ته ورسید

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې په دغې ترهګرې پيښې کښې هم داشان ۶۰ تنه زخمي شوې دي.

د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند وویل: تر خاورو او کنډولو لاندې د تازه جنازو په موندل کیدو او د ځینو زخمیانو په مړینې سره په دې ولایت کښې په یو جومات باندې د وروستۍ ترهګرې حملې د وژل شویو شمیر اویا کسانو ته ورسید.

عطاء ا... خوګیاڼي پرون د دې خبر په تاییدولو سره وویل چې په دغې ترهګرې پيښې کښې هم داشان ۶۰ تنه زخمي شوې دي.

د ویلو ده چې پرون ماسپښین ترهګرو د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په جو دره سیمه کښې یو جومات په دوو راکټونو وویشته او دا جنایت یې هغه مهال ترسره کړ چې د سیمې خلک د جمعې په لمانځه ولاړ وو.

د ننګرهار دا خونړۍ ترهګره حمله د افغانستان د حکومت او د سیاسي او دیني ډلو او هم داشان د سیمې او نړۍ د هیوادونو له پراخې غندنې سره مخامخ شوې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي هم، د جمعې په ورځ د افغانستان ولس او حکومت ته د تسلیت ویلو په ترڅ کښې د دغه بوږنونکي جنایت د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي او خواخوږي څرګنده کړه.