حکومت له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې غواړی
Oct 24, 2019 01:25 Asia/Kabul
-
له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل باید د کابل دحکومت په غږملتیا سره ترسره شي .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د جاپان له این ایچ کی (NHK ) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د هیواد د کړکیچ د هواری لپاره له طالبانو ډلې سره د نیغ په نیغه خبرواترو پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه وویل په افغانستان کښې پایداره صلح هغه وخت محققه کیږی چې د کابل حکومت او طالبان نیغ په نیغه خبرې وکړی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ په خبرو کښې د کابل د حکومت په څنګ ته کیدا خپګان څرګند کړ او ویې ویل کابل باید له دغو خبرو اترو خبر وائ .
هغه وویل له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل باید د کابل دحکومت په غږملتیا سره ترسره شی .
ټیګونه