حکومت له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85433-حکومت_له_طالبانو_سره_نیغ_په_نیغه_خبرې_غواړی
زمونږ خبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د جاپان له این ایچ کی (NHK ) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د هیواد د کړکیچ د هواری لپاره له طالبانو ډلې سره د نیغ په نیغه خبرواترو پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2019 01:25 Asia/Kabul
  • له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل باید د کابل دحکومت په غږملتیا سره ترسره شي .
    له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل باید د کابل دحکومت په غږملتیا سره ترسره شي .

زمونږ خبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د جاپان له این ایچ کی (NHK ) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د هیواد د کړکیچ د هواری لپاره له طالبانو ډلې سره د نیغ په نیغه خبرواترو پرضرورت ټینګار وکړ .

هغه وویل په افغانستان کښې پایداره صلح هغه وخت محققه کیږی چې د کابل حکومت او طالبان نیغ په نیغه خبرې وکړی .

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ په خبرو کښې د کابل د حکومت په څنګ ته کیدا خپګان  څرګند کړ او ویې ویل کابل باید له دغو خبرو اترو خبر وائ .

هغه وویل له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل باید د کابل دحکومت په غږملتیا سره ترسره شی .