په بغلان کې د یوې کورنۍ اووه غړی وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85498-په_بغلان_کې_د_یوې_کورنۍ_اووه_غړی_وژل_شوی_دی
د هلمند ولایت په لشکر ګاه ولسوالۍ کې هم په ډزو یو څارنوال وژل شوی چې د خبر ترمخابیره کیدا پورې ئې چا پړه په غاړه نه ده اخستې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 27, 2019 01:57 Asia/Kabul
  • په بغلان کې د یوې کورنۍ اووه غړی وژل شوی دی

د هلمند ولایت په لشکر ګاه ولسوالۍ کې هم په ډزو یو څارنوال وژل شوی چې د خبر ترمخابیره کیدا پورې ئې چا پړه په غاړه نه ده اخستې .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان د بغلان والیت  د  دوشی ولسوال صاحب داد غفوری وئیلی بیګا څو وسله والو مخ پټو کسانو په زارعه  کلی کې په یوۀ حمله کړې او د کورنۍ په ټولو غړو یې ډزې کړی .

هغه وئیلی دی ، په دغې  پېښې کې څلور ماشومان، یو ځوانه نجلۍ د مور او پلار سره ئې  وژل شوی  او دوه تنه نور ئې ټپیان شوی دی.

 هغه دغه راز دا پېښه د شخصی دښمنیو له کبله بللې او زیاته کړې یې ده چې قاتلان تښتېدلی او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوی دی.

ځایی چارواکو د دوو ټپیانو روغتیایی وضعیت هم نازک ښودلی دی.

 همداراز  په یوه بل خبر کې وئیل شوی ، د هلمند ولایت په لشکر ګاه ولسوالۍ کې هم  په ډزو یو  څارنوال وژل شوی چې  دخبر ترمخابیره کیدا پورې چا پړه په غاړه نه ده اخستې .